د ناټو سرمنشي ستولتینبرګ: له افغانستان سره زموږ راتلونکی ملاتړ درې اساسي برخې لري
کابل/ د غویي ۳۱مه/ باختر
د ناټو سرمنشي ستولتینبرګ نن د فرانسی له جمهوررییس مانویل مکرون سره نن په پاریس کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ناټو د پوځي شتون په پای ته رسېدو سره، له دغه هېواد سره د ناټو په همکاریو کې نوی څپرکی پرانیستل کېږي او د ناټو ملاتړبه درې اساسي برخې ولري.
د ناټو سرمنشي چې د فرانسې له جمهوررییس مانویل مکرون سره له لیدنې وروسته یې دې خبري غونډې ته وینا کوله، له افغانستان سره د مرستو او ملاتړ پر دوام ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه: لومړی، په پام کې لرو چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د سلامشورو او ظرفیت جوړونې په برخو کې ملاتړ ته دوام ورکړو او همدارنګه له هغوی سره مالي ملاتړ ته هم دوام ورکړو.
دویم دا چې موږ له افغانستانه دباندې د دغو ځواکونو لپاره د ښوونیزو او روزنیزو پرواګرامونو پر جوړولو کار کوو او په دې برخه کې مو ډېر تمرکز د ځانګړو عملیاتو پر ځواکونو دی.
درېم دا چې د کابل هوایي ډګر د فعالیت په ګډون د خدمتونو د د وام لپاره د بودجې د تامین پر پروګرام هم کار کوو.
ده زیاته کړه چې دا ټول ناټو، د هغې متحدینو او همدارنګه نړیوالې ټولنې ته دا وړتیا ورکوي چې د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د سولې په بهیر کې همکاري وکړي.