سیاست

د ناټو سرمشریزه او په افغانستان کې یې د ماموریت لرلید

کابل/د لیندۍ ۱۲ مه/ باختر
په لندن کې د ناټو سرمشریزه پیلېدونکې ده. دا سرمشریزه له نورو تېرو سرمشریزو سره توپیر لري او هغه توپیر دا دی چې دا سرمشریزه د ناټو د جوړېدو له اویایمې کلیزې سره برابره ده. ناټو په تېرو اویا کلونو کې په ټولو مهمو نړیوالو او آن سیمه ییزو پوځي او سیاسي معادلو کې د یو پیاوړي لوبغاړي په توګه شتون لاره.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د ناټو سرمشریزې او په افغانستان کې د  دغه پوځي تړون د ماموریت لرلید ته کتنه کړې ده او لیکي:
د ناټو سرمشریزه چې د دغه پوځي تړون د جوړېدو له اویایمې کلیزې سره برابره ده، په سختو شرایطوکې جوړېږي. د ناټو د غړیو تر منځ د باور فضا ډېره خړه پړه ده.
د فرانسې جمهوررییس مکرون ویلي وو چې ناټو له (مغزي مړینې) سره مخ ده او باید خپله ستراتېژي واړوي. د مکرون دغو خبرو د ترکیې، چې د ناټو یو کلیدي غړی دی، سخت غبرګون راوپاراوه او د هغه هېواد جمهوررییس وویل چې (مکرون دې خپله مغزي مړینه وڅېړي). د ناټو یو شمېر نورو غړیو هېوادونو هم د مکرون د خبرو په اړه کلک غبرګون ښودلی دی.
دغه راز ناندرۍ جوتوي چې د ناټو د غړیو هېوادونو ترمنځ بې باوري شته او تر ټولو مهمه دا ده چې د ناټو غړي هېوادونه د دغه پوځي تړون د ستراتېژۍ په اړه توافق نه لري.
هېڅ شک نشته چې دا ناندرۍ او همدارنګه د ناټو د یو شمېر غړیو هېوادونو تر منځ بې باوري به په لندن کې د ناټو پر سرمشریزې سیوری خپروي. دوه لارې شتون لري: لومړۍ دا چې د ناټو غړي هېوادونه به دغو اختلافاتو ته د حل لاره مومي، داسې لاره چې د ناټو ټول ۲۹ غړي هېوادونه یې په اړه ګډ دریځ ولري او دویمه لاره دا چې د ناټو غړي هېوادونه به ونه شي کولای یو ګډ تفاهم ته ورسېږي. که څه هم دا احتمال ډېر کمزوری دی خو که داسې وشي نو بیا به د ناټو راتلونکی تر پوښتنې لاندې راشي.
د ناټو د غړیو هېوادونو مشران به په دغه سرمشریزه کې تېر ٧٠ کلن مزل ته کتنه کوي او د راتلونکي لپاره به د دغه ستر پوځي تړون پلانونه جوړوي. دا هم څرګنده ده چې په دغه سرمشریزه کې به هرومرو د افغانستان موضوع یادېږي او دا ځکه چې ناټو په افغانستان کې په یو له مسوولیته ډک ماموریت کې ښکیله ده. دا لومړی ځل دی چې ناټو د خپلو غړیو هېوادونو له خاورې دباندې پوځي ماموریت ترسره کوي.
که څه هم په افغانستان کې د ناټو پوځي ماموریت اوس تر ډېره د افغانستان د وسله والو ځواکونو په ښوونې او روزنې پورې محدود شوی دی، خو بیا هم د دغه ماموریت راتلونکی لرلید باید تعریف او روښانه شي. اوس د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي او همدارنګه هیله شته چې د افغانستان د حکومت  او وسله والو مخالفانو تر منځ به هم خبرې پیل شي.
له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دغو خبرو د اجنډا یوه برخه ده. که څه هم د ناټو سرمنشي څو ځله ویلي دي چې ( له امریکایانو سره یوځای افغانستان ته تللی یو او که وځو نو یوځای به وځو). د دې خبرې مانا دا ده چې د ناټو مشران په افغانستان کې خپل شتون د امریکا په شتون پورې تړلی ګڼي. که هغوی وي، نو دوی به هم وي او که هغوی نه وی نو دوی به هم نه وي.
په هر حال د ناټوپه سرمشریزه کې به هرومرو په افغانستان کې د دغه پوځي تړون پر ماموریت بحث د اجنډا یو مهم ټکی وي. څه چې په دې اړه د افغانستان لپاره ارزښت لري، دا دي چې د ناټو د غړیو هېوادونو مشران د دغه ماموریت ټول اړخونه په ژوره او هراړخیزه توګه وڅېړي، هغه برخې په ګوته کړي چې بریاوې په کې له ورایه ترسترګو کېږي او همدارنګه هغه برخې هم په ګوته کړي چې ناکامي په کې ترسترګو کېږي او بیا د دغو دواړو علتونه راوسپړي او په ټوله کې د ترهګرۍ پر خلاف د مبارزې ستراتېژۍ ته نوې کتنه وکړي او له افغانانو سره د دغې کرغېړنې پدیدې له شره په خلاصون او تلپاتې سولې په رسېدو کې مرسته وکړي.
پاى/ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته