د ناشرانو او مطابعو د همغږۍ او بازارموندنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه
کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر
د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو د همغږۍ او بازار موندنې کمېټې نوبتي ناسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د هېواد د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو، مطابعو، کاغذ پلورونکو، کاغذ واردوونکو او کاغذ تولیدونکو د ستونزو او ننګونو او هغو ته د حل لارو موندلو په اړه خبرې وشوې.
همدا رنګه، د کمېټې د غړیو لوري د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو لپاره د کتاب د ځانګړي ځای او د فرهنګي بازار موندلو، د خصوصي ناشرانو او کتاب پلورونکو لپاره د ځانګړي مالیاتي تخفیف، د قرآن کریم او کتابونو د چاپولو پر کاغذ او د کاغذ جوړولو د اړتیا وړ خامو موادو د ګمرکي محصولاتو د تخفیف یا معافیت، د هېواد له ناشرانو او کتاب پلورونکو څخه د امارتي ادارو د اړتیا وړ کتابونو د پېرلو، د هېواد د ناشرانو او مطابعو له لوري د امارتي ادارو او په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د اړتیا وړ کتابونو، مجلو او نورو چاپي مواد د چاپولو او د هېواد د تحصیلي بنسټونو له لوري د صحافت، ډیزاین، میناتورۍ، چاپ، برېښنا او د کتاب د ځانګړي چاپ څانګې د رامنځته کولو موضوعات تائید د منظورۍ لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام ته راجع شول.
د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو د همغږۍ او بازار موندنې کمېټه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه او د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزرا عالي مقام په حکم رامنځته شوې ده چې مشري یې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست پر غاړه لري. مالیې، پوهنې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونه، د علومو اکاډمۍ، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوی، کابل ښاروالۍ، د آزادۍ او صکوکو مطابع، خصوصي مطابع، د کاغذ د واردوونکو او تولیدوونکو شرکتونو او همدارنګه د کتاب خپرونکې ټولنې استازي، د دغې کمېټې غړیتوب لري.
یاده کمېټه دنده لري چې د بېلابېلو امارتي ادارو په همغږۍ د خپرونکو خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې په ګوته او لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړي او دغه راز کتاب پلورونکو ته د بازار موندنې ترڅنګ؛ د خصوصي سکتور او امارتي ادارو ترمنځ همغږي هم رامنځته کړي.