د ناشرانو او مطابعو د همغږۍ او بازارموندنې کمېټې ناسته ترسره شوه

کابل، د لړم ۲۲مه، باختر

د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو د همغږۍ او بازار موندنې کمېټې ناسته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بیهقي کتاب خپرولو ریاست کې ترسره شوه.

باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې ناسته کې د هېواد د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو، مطابعو، کاغذ پلورونکو، کاغذ واردوونکو او کاغذ تولیدونکو د ستونزو او هغو ته د حل لارو موندلو په اړه خبرې شوې دي.

همدا رنګه په یاده ناسته کې، د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو لپاره د واحد نشراتي او فرهنګي مارکېټ د منظورۍ او جوړولو، د خصوصي ناشرانو او کتاب پلورونکو  لپاره د جوازونو د وېش بهیر د پیل، پر خامو موادو د ګمرکي محصول د معافیت او د خصوصي ناشرانو او کتاب پلورونکو د مالیاتو په برخه کې د تخفیف رامنځته کولو، د صحافت په برخه کې د ځانګړې څانګې رامنځته کول، د اړتیا وړ کتابونو لپاره د لوژستیکي شرکتونو پر ځای له خصوصي ناشرانو سره د قرارداد او د خصوصي ناشرانو له لوري د مدرسو د کتابونو برابرولو موضوعات د راتلونکي بحث لپاره ټاکل شوي دي چې له کره کتنې او تائید وروسته به، د منظورۍ لپاره د ریاست الوزرا عالي مقام ته وړاندې شي.

هېره دې نه وي چې د خصوصي ناشرانو، کتاب پلورونکو او مطابعو د همغږۍ او بازار موندنې کمېټه، په دغو وروستیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غوښتنه او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا عالي مقام په حکم رامنځته شوې ده چې مشري یې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست پر غاړه لري. مالیې، پوهنې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونه، د علومو اکاډمۍ، د امارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوی، کابل ښاروالۍ، د آزادۍ او صکوکو مطابع، خصوصي مطابع، د کاغذ د واردوونکو او تولیدوونکو شرکتونو او همدارنګه د کتاب خپرونکې ټولنې استازي، د دغې کمېټې غړیتوب لري. 

یاده کمېټه دنده لري چې د بېلابېلو امارتي ادارو په همغږۍ د خپرونکو خصوصي سکتور ستونزې او ننګونې په ګوته او لازمې آسانتیاوې ورته برابرې کړي او دغه راز کتاب پلورونکو ته د بازار موندنې ترڅنګ؛ د خصوصي سکتور او امارتي ادارو ترمنځ همغږي هم رامنځته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته