خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت یو ښوونځی او جومات جوړېږي

کابل، د غوایي ۲۳مه، باختر
د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په پر ۲.۵ جریبه ځمکه د یوه جومات او یوه لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دغه ښوونځی او جومات د پوهنې آمریت، جغتو ولسوالۍ مجاهدینو او د سیمې پانګوالو په مالي لګښت جوړېږي.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د میدان وردګو والي قاري بختیار معاذ د سیمې اوسېدونکو مرستې او د علم سره مینه وستایله او زیاته یې کړه، چې په زده کړو سمبال او په اسلامي روحیه د ځوانانو روزل اسلامي وجیبه او زموږ مسوولیت دی
د یادولو وړ ده چې د نوموړي جومات او ښوونځي لپاره ځمکه هم د سیمې اوسېدونکو له خوا وقف شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته