ټولنه

د میدان وردګو والي: د ښوونکو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوم

کابل- باختر د کب د میاشتې ٢٥ مه:
د میدان وردګو والي وايي: ښوونکو ته په ولسوالیوکې د منظورو شویو ښارګوټو د سروې کار روان دی چې د کار په بشپړیدو به یې پر ښوونکو وویشل شي.
حیات الله حیات پرون د جلریز ولسوالۍ له یو شمېرښوونکو سره د کتنې پر مهال ټینګار وکړ چې د ښوونکو ستونزې به په بیړني ‌ډول حل کیږي.
د جلریز ولسوالۍ دغو ښوونکو د ښوونیز بهیر اړوند یوشمېر مسایلو په اړه خبرې وکړې او هم یې د پوهنې د کارکوونکو د ترانسپورت ستونزې د حل غوښتنه وکړه.
هغوی وویل چې په جلریزولسوالۍ کې د ښوونکوله کموالي سره مخ دي او د ښوونځیو ودانیو نشتوالي د زده کوونکو لپاره مشکلات ډیرکړي.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې د ښوونځیود ودانیو نشتوالی د هیواد په کچه لویه پرته ستونزه ده؛ خو په خبره یې د ۱۳۹۵ کال پلان کې یې د یوشمیر ښوونځیو ودانۍ په پام کې نیولې، چې وبه رغول شي.
حیات دا هم وویل، چې د ښوونکو ښارګوټو د سروې په بشپړیدو به په ټولو ولسوالیو کې ښوونکو ته د کور جوړولو لپاره ځمکي وويشل شي، څو یې د بې کورۍ ستونزه حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته