د میدان وردګو له حمایوي لوا څخه لسګونه سرتېري فارغ شول
کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د کورنیو چارو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت د حمايوي لوا له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه لسګونه سرتېري فارغ شول.
یاد وزارت پرخپله اکس پاڼه ليکلي دي، چې د میدان وردګو ولایت د حمایوې لوا ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۵۴ تنه ساتونکي له مسلکي او عقیدوي زده کړو بشپړولو وروسته فارغ شول.
مسوولینو د یادو سرتېرو د فراغت په مراسمو کې له فارغ شویو سرتېر څخه غوښتنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسولیتونه په ښه توګه ادا او په هرډول شرایطو کې دندې اجرا کولو ته چمتو اوسي.
د یادونې وړ ده، چې فارغ شویو سرتېرو هم ژمنه وکړه، چې د خپلو مشرانو اطاعت به کوي او په ټول توان سره به د ورسپارل شویو مسوولیتونو د ښه تر کولو هڅه کوي.