خبرونهامنیتTOP

د میدان وردګو د ۵ مې پلې لواء له لوري لسګونه بېلا بېل وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول

کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د تخنیکي ټیمونو له له لوري د لسګونه بېلا بېلو وسایطو د ترمیم او ګټې اخیستنې ته یې د چمتو کېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند میدان وردګو ولایت د ۵ مې پلې لواء له لوري د څلورم حمایوي او پنځم تأمیناتي کنډکونو په ورکشاپونو کې ۳۱ عرادې بېلابېل ډوله وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغو وسایطو کې ۱۳ هاموې ټانګونه، ۵ انټرنیشنل موټر، ۱۰موټر سایکلونه، یو ټانکر، یو کرينګ او یو امبولانس شامل وو.

د یادونې وړ ده، چې د ملي دفاع وزارت اړوندو تخنیکي ټیمونو تر دې وړاندې هم زرګونه له کاره لوېدلي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته