کابل، د تلې ۱۶مه، باختر
د میدان وردګو ولایت د پاسپورټ آمریت د ۹ زره پاسپورټونو د وېش له درکه څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د یاد ولایت د پاسپورټ آمر قاري روح الله اسامه باختراژانس ته ویلي، چې د روان کال په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت پر اوسېدونکو ۹ زره ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي، چې له درکه یې څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي ډول روانه ده.