خبرونهنړۍ

د میانمار په راخین ښار کې روهنګي مسلمانان له سختو ستونزو سره مخ دي

نړۍ، د غبرګولي لومړۍ نېټه، بهرنۍ رسنۍ

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د میانمار په راخین ښار کې د دغه هېواد د ملي پوځ او اراکان په نوم پوځ ترمنځ نښتو د یاد ښار د مسلمانانو ژوند تریخ کړی دی.

رسنیو سره په خبرو کې د مسلمانانو استازو ویلي، چې تېرو څو ورځو کې اراکان پوځ د ښار په بېلابېلو برخو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته کړې دي، چې سیمه کې مېشت مسلمانان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

خو اراکان ډلې ویلي، چې دغه اورلګېدنې د میانمار د ملي پوځ له لوري د هوایي بریدونو د ترسره کولو څخه وروسته رامنځته شوي دي.

د اراکان پوځ یوه قومي وسله واله ډله ده، چې په راخین ایالت کې میشته ده او د دغه هېواد پوځ پر وړاندې جګړه کوي.

د یادونې وړ ده، چې تېرو څو کلونو کې د میانمار مسلمانان په دغه هېواد کې د پوځ د ظلمونو او جګړو له امله سختو ستونزو سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته