سیاستخبرونهاقتصادTOP

د مګړۍ د افغانستان له فضا څخه په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۶ عبوري الوتنې ترسره کېږي

کابل، د وږي ۵مه، باختر 

د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په لړ کې نن د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د حکومت د اطلاعاتو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پرمهال د خپلو فعالیتونو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د یاد وزارت د هوایي چلند عملياتي معين مولوي فتح اللّٰه منصور په دغه غونډه کې وویل چې تېر کال د افغانستان له هوايي ډګرونو څخه ۱۲ زره ۵۰۳ الوتنې ترسره شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې په ياده موده کې همدارنګه د هېواد له فضا څخه ۴۰ زره ۱۶ عبوري الوتنې هم ترسره شوې دي.

منصور زیاته کړه، چې دمګړۍ په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه ۲۶۵ عبوري الوتنې په خوندي ډول ترسره کېږي، په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰ عبوري الوتنې وې.

د ترانسپورټ وزارت د هوايي چلند عملیاتي معین همدارنګه وویل چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت توانېدلی، چې تېر کال د کابل په نړېوال هوایي ډګر کې د ۳۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت د نوي معياري ۳ پوړيزه انتظار ځای د بنسټ ډبره کېږدي او دغه انتظار ځای په ۳زره ۹۰۴ متره مربع ځمکه جوړېږي.

د منصور په وینا تېر کال د لومړي ځل لپاره د وزارت اړوند هوا پېژندنې په رياست کې د 3D ټيکنالوژۍ پر مټ د هوا پېژندنې اتومات سټېشن جوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د دغه وزارت د واټ ټرانسپورټ معين ملا عبدالسلام حيدري وویل چې تېر کال له پاکستان هېواد سره د باروړونکو موټرو د تګ راتګ په موخه د (ټي اې ډي) سند د ورکړې هوکړه شوې.

د ياد سند افغاني باروړونکو موټرو ته په کابل او کندهار کې د پاکستان سفارت له لوري او پاکستاني باروړونکو موټرو ته په پېښور او کوېټه کې د افغانستان د ترانسپورټي اتشې له لوري د ۱۰۰ امريکايي ډالرو په بدل کې ورکول کېږي او پر مټ يې موټر چلوونکی او کلينر د ۶ مياشتو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ آزاد تګ راتګ او انتقالات کولای شي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د چارواکو په خبره د تېر يوه کال په موده کې د واټ ترانسپورټ اړوندو برخو کې ۲۸ پروژې پيل کړې وې، چې دمګړۍ يې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته