اقتصاد

د مکروريانونو د مرکز ګرمى د لګښت په بيه کې کمښت راځي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د مکروريانونو د جوړولو او ساتنې رييس وايي: سږ کال د مکروريانونو د مرکز ګرمى دستګاه په لږ لګښت سره فعاليت کوي.
ديپلوم انجنير شفيق الله قيصاري چې نن يې په دې باب د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې؛ وويل: د دې ترڅنګ چې سږکال اوبلن ګازو بيه تيټه ده؛ د يوې نوې دستګاه په درولو سره د سون او د بريښنا لګښت هم کمښت موندلى دى .
ده څرګنده کړه چې د مکروريانونو اوسيدونکي به د خپلو اپارتمانونو د مرکز ګرمى د اجورې له پلوه د تيروکلونو په نسبت لږ لګښت ورکړي او د يو مربع متر په بدل کې به په دوى له ٣٠٠ افغانيو څخه لږې محاسبه شي او تېرکال دغه بيه ٣٣٨ افغانۍ محاسبه شوه .
انجنير قيصاري وويل چې د پروني ځانمرګى بريد له امله د دستګاوو د بريښنا د ليږدونې مزې غوڅې شوې او د هغو د بيا ترميمولو لپاره د مکروريانونو د مرکز ګرمى د دستګاوو په فعاليت کې دوه ورځې ځنډ رامنځته شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته