د مکروريانونودساتنې اوڅارنې رياست باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلى دى
کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
د مکروريانونودساتنې اوڅارنې رياست باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلى دى.
د وزيرانوشورا دمصوبې له مخې، مالي کال د روان کال دلينډۍ په مياشت کې پاى ته رسيږي او د روان کال دمرغومې دمياشتې له لومړۍ نيټې څخه د ١٣٩٢ مالي کال پيليږي چې د ١٣٩١ کال پاى ته رسيدو ته له دوو مياشتوڅخه لږوخت پاتې دى.
په دې خاطر چې دمرکز ګرمي دستګاه دسون موادو په برابرولو اوپه راتلوونکې ژمې کې کومه ستونزه رامنځته نشي، دمکروريانونو له ټولو اوسيدونکو څخه غوښتنه کيږي چې خپل باقيات ډير ژر دمکروريانونو دساتنې اوڅارنې د تصدي د رياست په حساب تحويل کړي. که چيرې ذمت يې ١٣٩٢ کال ته پاتې شي؛ له مقرراتو سره سم ترجريمې لاندې نيول کيږي .