د ميوند او بيګ بير د ټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسيده

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٠
د کابل د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دکابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ميوند او بيګ بير ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسيده.
دغه سيالۍ د ديارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د اردو د ځوانانو او د امرخيلو ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته