امنیت

د ميمنې په ښارکې د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د سلواغې  اته ويشتمه :
په فارياب ولايت کې نن سهار د يوې چاودنې له امله دوه تنه ملکي وګړي شهيدان او ١٤تنه نور ټپيان شول .
يوه امنيتي خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ميمنې ښاروالۍ پارک ته څېرمه د کابل بانک او عزيزي  بانک په وړاندې په يوه بايسکل ځاى پرځاى شوي چاويدونکي توکي چې له لرې واټن څخه کنتروليدل؛ وچاوديدل چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي چې د بانک مشتريان وو؛ شهيدان او ١٤ تنه نور ټپيان شول .
د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې: د دغې پيښې ټپيان د خلکو او د پوليسو په مرسته او همکارۍ روغتون ته ليږدول شوي او د دوو تنو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
د پيښې جزئيات وروسته وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته