سرپل/ باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
د ملګرو ملتوسازمان د بشر د حقوقو د برخې رئيس وويل چې د سرپل د ميرزا اولنګ د وژنو عاملين بايد محاکمه شي .
په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د بشر د حقوقو د برخې رئيس دانيل بيل د سرپل له والي سره په کتنه کې په ميرزا اولنګ کلي بريد يې بشري ضد جنايت وباله .
دانيل بيل پرون د سرپل له والي محمد ظاهر وحدت سره په کتنه کې د ميرزا اولنګ د ناتار د رامنځته کيدو او د طالبانو او داعشيانو د تروريستي ډلو له خوا د بې دفاع ملکي وګړو د بېرحمانه وژلو د څرنګوالي په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغه زړه بوږنوونکې پيښې عاملين بايد ډير ژر محاکمه شي.
د ملګروملتو سازمان دغه جګپوړى مقام له سيمه ييزو مقاماتو او خيريه سازمانونو څخه وغوښتل چې د ميرزا اولنګ د جګړې له زيانمنو شويوکسانو او هغوکسانو سره چې د خپلو کورنيو غړي يې له لاسه ورکړي دي، سملاسي او اساسي مرستې وشي .
1 1 دقیقه لوستل