ټولنه

د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د بريښنا يو بند جوړيږي

کابل باختر د چنګاښ  اتمه:
د ميدان وردګو ولايت په چک ولسوالۍ کې د بريښنا د توليد د بند د جوړولو کار په نږدې راتلوونکې کې پيليږي .
  د ميدان وردګو د ولايتي شورا رييس اختر محمد طاهري د باخترآژانس خبريال ته وويل: د بريښنا دبند قرار داد د ملي تدارکاتو د کميسيون له خوا تاييد شوى دى او په راتلوونکې  اوونۍ کې به له يوه افغان تاجک شرکت سره لاسليک شي .
  طاهري زياته کړه: د قرارداد له لاسليک کولو سره جوخت به د دغه بندر د طرحې  او سروې کار پيل  شي او هلې ځلې کوو چې ساختماني کار يې په ښه کيفيت سره ترسره شي .
ويل کيږي چې د افغان تاجک شرکت مسوولينو خلکو ته ډاډ ورکړى دى چې د بريښنا دبند د جوړولو  طرحې او سروې کار له معيارونوسره سم ترسره کړي، په دې شرط چې د سيمې خلک له انجنيرانو سره همکاري ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته