امنیت

د ميدان وردګو ولايت له جيل څخه څلور تنه بنديان آزادشول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د ميدان وردګو ولايت له جيل څخه پرون څلور تنه بنديان آزاد شول.
د ميدان وردګو ولايت د جيل عمومي آمر مل پاسوال افندي ګل رباطي د باختر آژانس خبريال ته وويل :
دغه څلور تنه بنديان د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د جمهور رييس محمد اشرف غني له فرمان سره سم له بند څخه آزاد شول 
رباطي زياته کړه: همدا اوس د ميدان وردګو ولايت په جيل کې د يوولسو تنو ښځو په ګډون ٢٠٠ تنه بنديان په جيل کې شپې سبا کوي چې ٣٠ تنه ماشومان هم له خپلو ميندو او پلرونو سره په جيل کې دي .
دا په داسې حال کې ده چې دوه مياشتې مخکې هم د پخواني جمهور رييس له فرمان سره سم ٢٨ تنه بنديان د ميدان وردګو له جيل څخه آزاد شول او د څلورو ښځو په ګډون د ٦٨ تنو بنديانو د بند په موده کې تخفيف راغلى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته