کابل باختر دوري دمياشتې ٢٢ نيټه :
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان نن له يوه غلچکي بريد څخه روغ رمټ ووت.
د ميدان وردګو د امنيه قوماندان جنرال احمدفهيم قايم د سپرلۍ په موټر نن سهار د لوګر ولايت په مربوطاتو کې د ډاراچوونکو له خوا بريد شوى دى.
د باخترآژانس د سيمه يېز خبريال د خبر له مخې: دغه پېښه د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د پل علم ښار د پورک بازار په ساحه کې رامنځته شوه.
ويل کېږي چې د ميدان وردګو امنيه قوماندان د يوې امنيتي غونډې په مقصد پکتيا ته سفرکاوه چې د ډار اچوونکو له خوا بريد پرې وشو.
د دغې پيښې له امله چا ته زيان نه دى اوښتى. پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ