د موسى قلعه د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو پيل
کابل باختر دوږي دمياشتې ٦ :
د تروريستانوله خوا د هلمند ولايت د موسى قلعه ولسوالۍ له نيولو وروسته د افغانستان پوځي مقامات وايي چې د دغې ولسوالۍ د بيرته نيولو لپاره يې عمليات پيل کړي دي .
دغه عمليات د پنجشبنې د ورځې په سهار د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د سلګونو تنو ځواکونوپه ګډون پيل شوي دي.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: د ناټو هوايي ځواکونه د دغو عملياتو ملاتړکوي.
د موسى قلعه ولسوالۍ په دې وروستيو وختوکې د تروريستانو له پر له پسې بريدونو وروسته د دولتي ځواکونو له ادارې څخه ووتله او د تروريستانو لاسته ورغله.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو عملياتو په لومړۍ ورځ امنيتي ځواکونه د تروريستي ډلو له شتون څخه د څوکليو په پاکولو بريالي شول.
ځواک وايي: په دغوعملياتوکې امنيتي ځواکونو تروريستانوته د سردروند زيان اړولى دى؛ خو دقيق شمېر يې روښانه نه دى .
له بله پلوه؛ ده د موسى قلعه په جګړوکې د پنځو تنو امنيتي ځواکونو شهادت او دلسو تنو ټپي کيدل تائيدوي. که څه هم د هلمند د ولايتي شورا يو شمېر غړي د تروريستانو په وروستيو بريدونوکې د امنيتي ځواکونو د تلفاتو شمېر له دې څخه زيات بولي.
د ولايتي شورا دغه غړي وايي: همدا اوس دموسى قلعه په ځينو برخوکې په لسګونو تنه امنيتي ځواکونه د تروريستانو په کلابندۍ کې دي.
خو د هلمند د والي وياند وايي: ټول بند پاتې شوي امنيتي ځواکونه نن سهار او د عملياتو له سختوالي وروسته د تروريستانوله کلابندۍ څخه ژغورل شوي دي .
د افغانستان په جنوب کې پوځي مقامات وايي: ډير ژر به د موسى قلعه ولسوالۍ د کورنيو او بهرنيو تروريستانوله شتون څخه پاکه شي.
په همدې حال کې په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې طالبانو دموسى قلعه ولسوالۍله نيولو وروسته يوشمېر دولتي تاسيسات ويجاړکړي او آن دمخابراتي شرکتونو آنتونه يې هم سوځولي دي.
د موسى قلعه ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو له پراخ شتون سره دوى په بدحالت کې دي او هره شيبه د دې امکان شته چې د تروريستانو له خوا به ووژل شي .