د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت افغان ماشومانو په مورنۍ ژبې د زده کړو ترلاسه کولو زمینه برابره کړه

تبصره

د فبرورۍ ۲۱ مه د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده او افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی، خلک یې په بېلابېلو ژبو خبرې کوي، خو بد بختانه چې په تېرو څو لسیزو کې د جګړو له امله اکثریتو افغان ماشومانو نه شو کولی، چې په خپلې مورنۍ ژبې زده کړو ته لاسرسی ولري او له همدې امله یا خو بیخي له زده کړو بې برخې کېدل او یا هم نیمګړې یې ترلاسه کولې.

افغان ماشومان اکثریت د پردیو په لاس جوړو شویو جګړو له امله په مورنۍ ژبې له زده کړو کولو محروم شوي وه، دا ځکه چې په تېرو پنځو لسیزو کې افغانان د جګړو او یا هم د دغې جګړې له امله رامنځته شوي فقر له امله په کور دننه بېځایه شوي او یا هم بهرنیو هېوادونو ته کډوال شوي او ماشومان یې په مورنۍ ژبې له زده کړو کولو محروم شوي دي.

خو د اسلامي امارت په واکمنۍ کې دغه ستونزه تر یو حده حل شوې او هغه ماشومان چې د جګړو له امله له هېواد بهر کډوال شوي وه او یا هم په کوردننه له خپلو مېنو بېځایه شوي وه، بېرته خپل هېواد او خپلو مېنو ته راستانه شول او اوس کولی شي په مورنۍ ژبې زده کړو ته لاسرسی ولري.

پکار ده، چې په کور دننه دغې برخې ته لا ډېر کار وشي، ځکه لا هم د هېواد په ځينو سیمو کې ماشومان په خپلې مورنۍ ژبې زده کړو ته لاسرسی نه لري او دا د هر ماشوم حق دی، چې دغه امکانات ولري.

خو له هېواد څخه بهر مېشت افغان ماشومان لا اوس هم له دغې ستونزې سره مخ دي او نه شي کولی، چې په مورنۍ ژبې زده کړې تر لاسه کړي او له همدې امله ځینې هغوی بیخي له زده کړو بې برخې دي او ځینې یې بیا نیمګړې زده کړې ترلاسه کوي.

نو پکار ده، چې له ڼړیوالو مرستندویه همکارانو څخه په استفادې په بهر کې هم د ځانګړو پروګرامونو له لارې د افغان ماشومانو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېښودل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته