ورزش

د موجهاى آمو ټيم له سيمرغ البرز سره ټيم لوبه کوي

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د روښانه افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ د چارشنبې په ورځ د موجهاى آمو او د سيمرغ البرز د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د روښانه افغانستان د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ پنځم پړاو دوه اوونۍ مخکې د اتو ټيمونو ترمنځ د فوټبال فدراسيون په لوبغالي کې پيل شوې دي چې د روانې اوونۍ د چارشنبې، پنجشنبې او د جمعې په ورځوکې دوام کوي.
ويل کيږي چې د دغو دوو ټيمونو لوبه نن مازيګر په څلورو بجو پيليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته