کابلباخترد چنګاښ ٣٠ مه
د کابل د استيناف محکمې نن په يوه علني غونډه کې د شپږ کلنې مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم کړل .
د باختراژانس د خبرله مخې، مهسا د تېرکال د کب د مياشتې په نولسمه نېټه د کابل ښارد يوولسمې ناحيې له مربوطاتو څخه لومړى وتښتول شوه او وروسته ووژله شوه.
انسان تښتوونکو د دغې ماشومې له وژنې مخکې د هغې د خلاصون لپاره يې له کورنى څخه درې سوه زره ډالره غوښتي و .
د مهسا پلار يو ګرځنده صراف دى او په يوه کرايي کور کې ژوند کوي .
انسان تښتوونکي دوه ځوانان او د يوې کورنۍ غړي دي، د مهسا د کورنۍ له لوري د پيژندنې له ويرې يې هغه ووژله او مړى يې د کابل په خيرخانه کې په يوه جر کې وغورځاوه .
د کابل پوليسو د روان کال دغبرګولې دمياشتې په ٢٤ نيټه دغه دوه تنه جنايتکاران ونيول او هغوى د رسنيو په وړاندې په خپل جرم اعتراف وکړ .
د دغه جنايت دعاملانو لومړۍ قضايي غونډه د غبرګولي د مياشتې په پنځمه نيټه جوړه شوه .
قضايي هيئت د دغې دوسيې دوو تنو تورنو ( سجاد اقا او روح الله ) ته د ديرش ديرش کاله بند حکم صادر کړ .
دغه حکم د مهسا د پلار او د کورنۍ دنورو غړو له لوري ونه منل شو او هغوى په دغو دوو تنو د ډيرو سختومجازاتو دحکم په اجرا باندې ټينګار کوي .
قضايي هيئت استدلال کوي چې دعدلي طب له لوري د وړاندې شويو سندونو له مخې، سجاد اقا او روح الله د اتلس کلنۍ عمر نه دى بشپړ کړى او د قانون له مخې، هغوى ته داعدام حکم نه اجرا کېږي .
د کوچنۍ مهسا د کورنۍ غړو د ابتداييه محکمې حکم ونه مانه او د استيناف غوښتنه يې وکړه او نن د استيناف محکمې قضايي هيئت دابتداييه محکمې حکم تاييد کړ او هر يو يې د ديرش ديرش کاله بند په مجازاتو محکوم کړ چې د مقتولې د کورنۍ له اعتراض سره مخامخ شول .
قضايي هيئت څرګنده کړه، چې دغه حکم قطعي نه دى او زيانمن کسان کولاى شي د بيا کتنې لپاره د تميز غوښتنه وکړي .
ختم_ ف _ اکرم