کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٢١مه
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم، چې د پښتو ژبې نومیالي ممثل، شاعر او لیکوال مهرعلي وطندوست له دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي.
د دې نابغه افغان له فن، هنر او نامه سره، په ځانګړي ډول د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند ډرامې ( د پښتو او دري برخو ) د ناظر له کرکټر سره نږدې ټول افغانان اشنا دي او له شک پرته چې د غم خبر یې ټول افغانان متاثره کړي دي.
مهرعلي وطندوست، په سختو او خورا کړکچنو حالاتو کې، په داسې مهال چې هېواد باروتو په لوګیو کې پټ، کورونه او ښارونه ویجاړ شوي او په میلیونونو افغانان د کډوالۍ له سختو حالاتو سره مخ وو، د خلکو په شونډو خندا خپره او د څو شېبو لپاره یې د ژوند له ناخوالو د موسکا غېږې ته وړل.
هغه خپل ټول غمونه او دردونه تر شا پرېښي وو، خو د خپل وطن د ابادۍ، د خپلو خلکو د سوکالۍ، پوهې او خوښۍ لپاره یې ځان وقف کړی و.
وطندوست کلونه کلونه په سختو حالاتو کې د خپلو خلکو د خوښۍ لپاره هڅې وکړې، د تمثیل په ژبه یې د ټولنې ناخوالې او دردونه بیان او د هوسا ژوند د برابرولو لپاره یې پيغامونه ورکړل.
مهرعلي وطندوست د یوه نه تکرارېدونکي شخصیت په توګه، د تل لپاره له موږ څخه رخصت واخیست او ځای به یې د تل لپاره خالي وي.
زه د ده مړینه د افغانستان د تمثیل او فرهنګ په برخه کې نه جبرابنېدونکې ضایعه ګڼم، له پاک رب نه ورته د جنت فردوس، کورنیو، پلویانو، دوستانو، د هېواد د فرهنګ او تمثیل غړو او ټولو افغانانو ته تسلیت وایم.
2 1 دقیقه لوستل