کابل, دزمري ١٨مه, باختر
د مهترلام ښاروالۍ په تېرو ٤ میاشتو کې څه باندې ٩ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت په دغه ښار کې د ترسره شويو کړنو او لاسته راوړنو په اړه رسنیو ته وویل، چې دغې ادارې د ١٤٠٣ کال په لومړۍ ربعې کې ٩ میلیونه ٥٤٤ زره ٣٢٤ افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه عواید د ثابتو او غیر ثابتو عوایدو له سرچینو څخه را ټول کړل شوي, چې د تېرکال په پرتله ٣٠ سلنه زیاتوالی ښيي.
شهامت زیاته کړې، چې دغه عواید د ښاري او صفایي خدمتونو د وړاندې کولو, د دولتي او سوداګریزو ودانیو, د نقلیه وسایلو, د ښاروالۍ د ودانیو له کرایې, د مېلمستونونو له اجارې, د ښاروالۍ له هټیو د مارکېټونو له کرایې او نورو برخو څخه را ټول کړل شوي دي.
شهامت وویل روان کال یې د ١٠٠ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې په پلان کې دي چې له دې شمېر څخه د ٨ پروژو کار پیل شوی دی.
د سیمې خلکو د مهترلام ښاروالۍ کړنې او لاسته راوړنې ستایلي او د لا نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه یې کړې ده.
12 1 دقیقه لوستل