د مهترلام- نورستان په لاره کې امنيت تامين شو
کابل – باختر دمرغومې دريمه :
د لغمان ولايت په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو عمليات پاى ته ورسيدل.
ددغو عملياتو په بهيرکې چې يوه اوونۍ مخکې د لغمان ولايت په مرکز او د علينګار په لاره کې د اړوندوساحو د امنيت د تامينولو په مقصد پيل شوي وو، پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول.
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې د ابو زى يو ، ارمل کټل ، ميدانيو، شهيدبابا او د بصرام ساحې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي او د مهترلام-علينګار د لارې يوه برخه چې له شپږو مياشتو را په دې خوا د وسله والو طالبانو ترګواښ لاندې وه؛ خوندي شوي ده او د ملي اردو دځواکونو اکمالاتى کاروان هم له همدې لارې د نورستان ولايت ته وليږدول شو.
د ځواک د څرګندونو له مخې: دعامه نظم دکنډک ځواکونه هم ددغې لارې د امنيت دتامينولو لپاره د نورستان ولايت ته واستول شول.
ځواک زياته کړه: د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د افغان ځواکونو لاس ته وراغلي دي.
ده څرګنده کړه چې عمليات اوس پاى ته رسيدلي دي، خو که چيرې اړتيا پيداشي ملي ځواکونه په لغمان کې د پراخو عملياتو تيارى لري.