ټولنه

د مهاجرو د راستنولو دچارووزارت او WFP ترمنځ له کډوالو سره د ژمنیو مرستو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٦ :    
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې (WFP  (مشر نن یکشنبه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یي له ۷۶۰ زره راستنو شویو او بیځایه شویو کډوالو سره ژمنۍ مرستې وشي .
همدارنګه د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د لومړي ځل لپاره د کډوالو او بیځایه شویو د ثبت لپاره په هیواد کې د بایو مټریک سیستم جوړیږي .
د دمهاجرينو دراستنولود چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال له یادې ادارې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، د دغه هوکړه لیک له مخې WFP له 400 زره کورنیو بیځایه شویو کسانو او ۳۶۰ زره راستنو شویو کډوالو سره د ژمي لپاره مرسته کوي د نوموړي په خبره د  مرستو د ویش د شفافیت او د ثبت لپاره د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د دغې ادارې او IOM په همکارۍ د بایو میټریک سیستم جوړیږي . 
د مهاجرينودراستنولودچارو وزیر وویل چې د راستنو شویو او بیځایه شویو کډوالو د ثبت په موخه د بایو مټریک سیستم د لومړي ځل لپاره د راتلونکي سه شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې فعالیږي .
د دغه هوکړه لیک پر بنسټ WFP  اداره به د کډوالو له وزارت سره په پرمختیايي پروګرامونو کې هم مرسته وکړي .
د افغانستان لپاره د WFP  ادارې مشر میک لورنتزن د هوکړه د لاسلیک پر مهال د مهاجرينودراستنولود چارو وزارت له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې له دغه وزارت سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته