کابل – باختر دتلې دمياشتې ١١
دهند د فقيدمشر مهاتما ګاندي دزيږيدو کاليزه نن ونمانځل شوه او دتاوتريخوالى د له منځه وړلو او د عدم تشدد په باب سيمينار جوړ شو .
دباختر آژانس دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت، په کابل کې د هند د سفارت له خوا او د اکتيد د موسسې په همکارۍ په کابل کې جوړه شوى وه؛ په پيل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامد کرزي پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معين تيمورشاه اسحق زي له خوا ولوستل شوچې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي: دتلې دمياشتې لسمه چې د اکټوبر له دويمې نيټې سره سمون خوري؛ دهند د نيمې وچې د آزادى د مبارز او د عدم تشدد د مفکورې د ستر مشر مهاتما ګاندي د زيږيدو له ورځې سره برابره ده .
دغه ورځ په ټوله نړۍ کې د عدم تشدد د ورځې په نامه نمانځل کيږي او زموږ په هيوادکې هم د دغې ورځې قدردانۍ کيږي.
د افغانستان خلک له څو لسيزو راپه دې خوا په تشددکې سوڅيږي او د تشدد د اعمالوقرباني دي.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په افغانستان کې د يو لړ تيرو ناوړو پيښو، د هغو له امله د رامنځته شويو زيانونو او په هيوادکې د سولې د اړتيا په باب خبرې وکړې؛ او ويې ويل: هيله لرم بشريت د تروريزم څخه ډار او ويرې پرته لاسونه ورکړي او ښکلى او سمسور ژوند چې دهنر او فرهنګ له لوړتيا سره وې؛ رامنځته کړي.
ډاکتر رهين زياته کړه چې د مهاتما ګاندي سوله ييز تعاليم اوس هم کولاى شي زموږ په سيمه کې د سولې په خدمت کې وي .
دغه راز په کابل کې د هند سفير امرسينا دمهاتماګاندي د شخصيت او کارنامو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل: کله چې ګاندي ژوندى و؛ تل يې هلې ځلې کولې چې تاوتريخوالى په بشپړه توګه له منځه سوي او خپل ملګري سولې او عدم تشددته هڅول.
په دې غونډه کې د اکتيد د موسسې رييس د مهاتما ګاندي د شخصيت او مبارز و په باب خبرې وکړې او د افغانستان په اړوندې د دغې موسسې پروګرامونه بيان کړل.
دغه راز د تاوتريخوالى له منځه وړل او د عدم تشدد د سيمينار په کارکې يو شمېر ځوانانو او پوهانو د تاوتريخوالى د له منځه وړلو، سولې او د مهاتماګاندي د شخصيت، کارنامو او د ژوند د بېلابېلو برخو په باب خپلې علمي او څيړنيزې مقالې ولوستلې.
ددغه سيمينار په بهيرکې د عامې روغتيا د وزيرې ډاکترې ثريادليل، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چاور د معين تيمورشاه اسحق زي، د ښځو د چارو وزارت معينې سعيدې مشرګان مصطفوي ، په مشرانو جرګه کې د خلکو د استازې انارکلى هنريار، ميرمن اقبال او د پرويزکاوه په ګډون ګردۍ ميز جوړ شو او برخه والو دخپلو اړوندو مرکزونو د پروګرامونو په باب معلومات ورکړل او د سيمينار د برخه والو پښتنو ته يې ځوابونه وويل.
ددغه پروګرام په پاى کې د هند د فقيدمشر مهاتماګاندي د ژوند مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.
0 2 دقیقې لوستل