د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ سپما شوې دي

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري، د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ سپما شوې دي.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په راپور کې ویل شوي چې اسلامي امارت د هېواد د بیارغونې په موخه هڅې کوي چې په بېلابېلو برخو کې زېربنايي پروژې پلې کړي.
په همدې موخه د ملي تدارکاتو کمېسیون په خپلو نوبتي ناستو کې د منظور شویو پروژو په قراردادونو کې شاوخوا درې میلیارده افغانۍ سپما کړې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون په جوړو شویو ناستو کې تر اوسه پورې د شاوخوا ۸۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۳۱۷ پروژې منظورې شوې دي چې د یو شمېر پروژو چارې بشپړې شوي او د ځنیو نور عملي چارې یې روانې دي.
په منظورو شویو پروژو کې د ښارونو اړوند د زېربنا او خدماتو، کلیو د بیا پراختیا، ټرانسپورټ، روغتیا، برېښنا، د اوبو مدیریت، کرنې، مخابراتو، د څښاک اوبو، رېل پټلۍ جوړولو، بیارغونې او نورې برخې شاملې دي.
یادې پروژې د پلازمېنې کابل ښار په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پلې کېږي او په بشپړېدو سره یې، نه یوازې د هېواد په کچه پرمختګونه رامنځته کېږي؛ بلکې زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي.
ویل شوي چې په ملي تدارکاتو کمېسیون کې، د منظور شویو پروژو په تدارکاتي پروسو کې سرعت، روڼتیا او اقتصادیت رامنځته شوی او همدا رنګه د ولایتونو د متوازنې پراختیا او د هېوادوالو اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره، د منظور شویو پروژو په تطبیق کې د کورنیو تولیداتو کارونې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته