سیاست

د منتخب جمهور رييس د لوړې د مراسمو د پرځاى کولو لپاره د تيارى په لاره کې دولتي عالي کميسيون غونډه وکړه

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٠ :
د منتخب جمهور رييس د لوړې د مراسمو د پرځاى کولو لپاره د تيارى په لاره کې د دولتي عالي کميسيون غونډه جوړه شوه.
د چارو  د ادارې او وزيرانوشورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
د افغانستان د اساسي قانون د (٦٣) مې مادې او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس د ١٣٩٣کال د ثور د مياشتې د ١٧ مې نيټې د ١١٤٢ ګڼه حکم له مخې د منتخب جمهور رييس دلوړې د مراسمو د پرځاى کولو لپاره  د تيارى په لاره کې دولتي عالي کميسيون خپله دريمه غونډه د دغه کميسيون د رييس صادق مدبر په مشرۍ نن له غرمې وروسته  دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست په مقرکې جوړه کړه.
موظف کميسيون له اجنداسره سم د افغانستان د منتخب جمهور رييس د لوړې د مراسمو سناريو، د لوړې د مراسمو تشريفاتي طرحه او ميلمنو ته د بلنې د کارټونو طرحه او ډيزاين وڅيړل او له لازمو تصحيحاتوسره يې تصويب کړل.
غونډې د لوړې د مراسمو د لازيات پرتمين پرځاى کولو په مقصد امنيتي، تشريفاتي، فرهنګي او تدارکاتي او ترانسپورتي کميټې وټاکلې او څلورګونې  کميټې يې موظفې کړې چې خپلې غونډې جوړې کړي او د هرې شبنې په ورځ دې
رپوټ يې د دولتي عالي کميسيون غونډې ته وړاندې کړي.
دغونډې په پاى کې د منتخب جمهور رييس د لوړې د مراسمو د بلل شويوکسانو لست وڅيړل شو او لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته