سیاست

د مل‍ي امنیت سلاکار د ایران له سفیر سره د افغان مهاجرینو او سولې په اړه خبرې وکړې

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینینان سره په هغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې.

په دې کتنه کې همدا راز د افغانستان او ایران د دوو اړخیزو اړیکو د غښتلتیا او د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په ایجاد کې د ایران پر رغند رول هم خبرې وشوې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته