د ملګرو ملتو پرمختيايي ادارې له بازارک ښاروالۍ سره بودجوي ژمنه وکړه

کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ۷ مه
د ملګرو ملتو پرمختيايي ادارې د بازارک له ښاروالۍ سره د بنسټيزو پروژه د تطبيق لپاره بودجوي ژمنه وکړه.
  دغه ادارې د سيمه ييزې ښې حکومتوالي پروګرام له لارې ژمنه وکړه چې د پنځو ساختماني پروژه د تطبيق لپاره ١٥٠ زره ډالره د بازارک له ښاروالۍ سره مرسته کوي.
د بازارک ښاروالۍ د تدارکاتو مسوول سيد علي وويل چې ټاکل شوې ده ژمنه شوې پيسې د مشتريانو د خدمتونو د مرکز، ښاروالۍ ته د يوه سمبال ميلمستون او د يوه کتابتون د جوړولو او پر کليوالي سړکونو او کوڅو د کريړ اچولو او د کثافت دانيو د درولو په ګډون پنځه ساختماني پروژو کې ولګول وشي.
  ختم_ فرشته _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته