کويټه ايرنا باختر د وري د مياشتې ١١:
د ملګرو ملتو سازمان اونورو نړيوالو مرکزونو په بلو چستان ايالت کې دد غو مرکزونو ددوو تنو سيمه ييزو ما مور ينو له وژل کيدو وروسته په دې سيمه کې خپل فعاليتو نه محدود کړي دي
په بلو چستان ايالت کې سيمه ييزو خبري منا بعو په پا کستان کې دملګروملتو دسا زمان ددفتر له خولې خبر ورکړ چې په روانه اوونۍ کې ناپيژندل شويو وسله والو کسانو د بلوچستان ايالت د مستونګ په ښار کې د خورا کي او کرنې د توکو د نړيوال سا زمان پر يو موټر په ډزو سره ددغه سا زمان دوه تنه سيمه ييز کارکوونکى ووژل او يو تن بل يې تپي کړ
د ملګروملتو سازمان له نورو نړيوالو ادارو خپلو کارکونکو ته لارښوونه کړې ده دبلو چستان په مرکز کويټه او نورو ښارونو کې خپل فعاليت محدود کړي
تر اوسه پورې هيچا په دغو سيمه ييزو کارکوونکو د بريد مسو ليت په غا ړه نه دى اخيستي خود بلو چستان امنيتي ما مورينو پوځى مليشې ددغه شان اقدا ما تو ګرم بو لى
ددغو مامورينو په عقيده پوځى مليشو د باج اخيستلو په هدف په زيا تو بريدو نو سره په بلوچستان ايالت کې بهرني اتباع تښتوى
له دې مخکې د٢٠١٠ ميلادي کال په دو بي کې په بلو جستان ايالت کې دطالبانو دوه تنه سويسى ښځه او ميړه تښتو لى و چې په دې وروستيو کې دشمالى وزيرستان په قبايلي سيمه کې ا زاد شول
طالبانو له دغې تښتو نې مخکې دوه تنه امريکا يي او بريتا نوي اتباع چې دسره صليب په نړيواله کميټه کې يې کارکا وه په لا هور ښار کې وتښتول چې د همدې خبر له مخې تر اوسه پورې له طالبانو سره دي