د ملګرو ملتو د سازمان د جوړيدو نهه شپيتمه کاليزه ونمانځل شوه
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٣٠
د ملګرو ملتو د سازمان د جوړيدو ٦٩مه کاليزه نن د کابل پوهنتون د حقوقو او د سياسي علومو د پوهنځي له خوا ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ لومړى د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رييس پوهنوال اقرار واصل د ملګرو ملتو د سازمان د تاريخچې په باره کې معلومات ورکړل او ويې ويل: نهه شپيته کاله مخکې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته چې ٥٠ مليونه تنه انسانان پکې قرباني شول؛ د وخت د يو پنځوسو خپلواکو هيوادونو له خوا د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې د دوستانه اړيکو د ټينګښت او پياوړتيا او د ملګرو ملتو د سازمان دځاى ناستو هيوادونو ترمنځ د همکارۍ په مقصد چې په دې بريالي شوي وو د جګړې د مخنيوي په وړاندې خپل مسووليت ادا کړي؛ د ملګرو ملتو د سازمان په نامه ډير ستر نړيوال او نړۍ شمول بنسټ جوړ شو.
ده زياته کړه چې افغانستان په ١٩٤٦ م کال کې د ملګرو ملتو د سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.
په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکتر عبيدالله عبيدهم د نړيوالې سولې او ثبات د تامينولو او د سوله ييز ګډ ژوندانه د زمينو د برابرولو او د نړۍ د هيوادونو د سوکالۍ په خاطر د ملګرو ملتو د سازمان د رول او هڅو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل:
په بېلابېلو برخو په تېره بيا د افغانستان په بياجوړولوکې د دغه سازمان هڅو او فعاليتونو ته بايد د قدر په سترګه وکتل شي.
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي مرستيال هم په ځانګړي توګه په افغانستان کې د دغه سازمان د فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او د دغه سازمان يو مهم هدف يې په ټوله نړۍ کې د يوې هميشنۍ سولې او عدالت تامينول او د نړۍ د هيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو او همکارۍ پراختيا وبلله.
په پاى کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي يو تن محصل هم د موضوع په اړوند خبرې وکړې.