کابل / باختر د تلې دمياشتې ٢٧ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت معين نصيراحمد انديشه نن د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي نيکولاس هيسم سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزارت معين د هېواد په شمال ختيځو ولايتونوکې د يوناما د فعاليتونو او په دغو ولايتونوکې د هغې د دفترونو د بيا پرانستلو د څرنګوالي په باب د معلوماتو غوښتنه وکړه.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو دسازمان د سرمنشي ځانګړي استازي څرګنده کړه چې په دغو ولايتونوکې د يوناما د دفترونو کارکوونکي خپلو دفترونو ته د ستنيدو په حال کې دي او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې له پريکړې سره سم د کندز ولايت د حالت د تحليل او څيړنې په مقصد د افغانستان او د يوناما د اړوندو ادارو يوه ګډه کميټه به د دغه ولايت مصيبت ځپلوکسانو ته د بيړنيو بشردوستانه مرستو په رسولو او بيا جوړولو سره چې د مرستندويو سازمانونو او هېوادونو د ملاتړ غوښتنه کوي، په نږدې راتلوونکې کې په کار پيل وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان ځانګړي استازي زياته کړه چې د بشردوستانه مرستو زيات انډي به چې شړۍ، درمل او لومړني خوراکي توکي پکې دي؛ سبا د کندز ولايت ته وليږدول شي او د جوماتونو له لارې به په زيانمنو شويو او مستحقوکسانو وويشل شي .
2 1 دقیقه لوستل