کابل- باختر د ثور د مياشتې ١٥
د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ښاغلي یان کوبيش سره نن مازدیګر په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې ښاغلي کوبيش د ملګروملتونو په استازیتوب، د بدخشان د ځمکې ښويدنې د طبيعي غمجنې پېښې له امله جمهور رئيس حامد کرزي او د افغانستان خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل.
نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو او بهرنيو هېوادونو بېلابېلو ادارو له زیانمنو شويو او بې ځایه شويو کورنيو سره د همکارۍ او مرستو لړۍ پیل کړې ده.
جمهور رئيس حامد کرزي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبيش او په ټوله کې د نړيوالې ټولنې له خواخوږۍ او مرستو څخه مننه وکړه.
جمهور رئيس کرزي زیاته کړه چې د بدخشان له زیانمنو شويو کورنيو سره د نړيوالې ټولنې د مرستو د ښه موثریت لپاره باید ټولې مرستې له افغان حکومت سره په همغږۍ کې ترسره شي. #
0 1 دقیقه لوستل