د ملګرو ملتونو د پام وړ؛ جنګ جوړونکي باید تاوان ورکولو ته اړ کړل شي

کابل, د سلواغې ۱۹ مه, باختر
تبصره
د ملګرو ملتونو د سازمان د رامنځته کېدو یو لوی هدف دا دی، چې د هېوادونو ترمنځ امن او سولې ته لاره هواره کړي او دغه راز د نړۍ لر او بر د خلکو حقوق خوندي کړي، خو د دغه سازمان د رامنځته کېدو له تاریخ څخه لیدل کېږي، چې د نړۍ تش په نوم زبرځواک هېوادونه، چې اکثریت یې د دغه سازمان دایمي غړي هم بلل کېږي، کمزوري هغه په بېلابېلو نومونو او په ډول ډول ځپي او حقوق یې تر پښو لاندې کوي او ملګري ملتونه یې یواځې سیل کوي.
دغو زبرځواکونو د خپلو ګتو د تامینولو لپاره اکثریتې لویې جګړې په لاره اچولې دي او تر ټولو لوی جنګي جایتونه لکه لومړۍ او دویمه نړیوالې جګړې، جاپان کې د اټومي بم استعمال، افغانستان کې د بېګناه ملکي وګړو قتل عام، فلسطین کې روان ظلمونه او نور ترسره کړي او عام خلک یې وژلي دي، خو تر اوسه له یوه دغه زبرځواک څخه هم د جګړې تاوان نه دی اخیستل شوی او همدغه دلیل دی، چې لا هم دغو جنایتونو ته دوام ورکوي.
نو ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې دغې برخه کې خپل مسولیت په سمه توګه ادا کړي او له زورورو د کمرزورو حقوق واخلي او دې سره د جنایتونو د ترسره کولو جرئت خنثی کړي.
هغه هېوادونه چې باید د وراوښتو زیانونو تاوان ورکول شي، سر کې یې افغانستان دی، چې له کلونو راهیسې د دغو ابرقدرتونو د لوبو قرباني وو او شاوخوا له دوه نیم کلونو راهیسې د اسلامي امارت د سیاسي او پوځي مجاهدینو له لوري له دغې ښکېلتیا ازاد کړی شوی او د ارام ساه اخلي، خو اوس پکار ده چې د تېرو قربانیو تاوان ورکړل شي او دغې برخه کې ملګري ملتونه مسول دي.