کابلباختر د چنګاښ ١۹مه
د سترې محکمې رييس قانونپوه سيد يوسف حليم په افغانستان کې د ملګروملتو سازمان د سرمنشي له ځانګړي استازي تاداميچي ياماماتو سره وکتل.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى ځانګړي استازي له اداري فساد سره د مبارزې، د قاضيانو او محکمو د ظرفيتونو د لوړولو او د مسلکي زده کړو د پروګرامونو له دې جملې څخه له وخت څخه مخکې د جزا کود د سمينار جوړولو په برخو کې چې د تطبيقي ستونزو د موندلو پر محور په عمل کې متمرکز دي؛ له قضايه قوې سره د يوناما د قانون د واکمنۍ برخې د همکاريو ملاتړ وکړ او د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام يې ټينګار وکړ.
په مقابل کې د سترې محکمې رييس د قضايي نظام د وضعیت په باب معلومات ورکړل او د دوسيو د څيړنې د تګلوري او د څيړنې په بهير کې د عدالت او قانونيت د تامين په باب چې د بشپړې خپلواکۍ او قضايي بې طرفۍ په ساتلو سره ترسره کېږي؛ د افغانستان ملي او نړيوالو ژمنو ته په پاملرنې سره خبرې وکړې او د ښو قضايي خدمتونو د وړاندې کولو په مقصد د مرستو د همغږي کولو په لاره کې يې د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د ملګرو ملتو سازمان رول ارزښتناک وباله.
ختم-ج- اکرم
0 1 دقیقه لوستل