سیاست

د ملګروملتو سازمان د پرمختيايي ادارې همکارۍ دې دوام ومومي

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢١نيټه :
د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم  پرون د ملګروملتوسازمان د پرمختيايي ادارې د ځانګړي استازي مرستيال توبي لانزر اود دغې ادارې دقانون  دواکمنۍ دڅانګې  له مسوولې ميرمن رومانا شوايګر سره وکتل.
دسترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې لومړى لانزر په افغانستان کې د يوناما د همکاريو د پروګرامونو په باب معلومات ورکړل  اوتيارى يې څرګند کړ چې دافغانستان له قضايي نظام سره      د دوه اړخيز تفاهم ليک په چوکاټ  په تيره بيا د روزنيزوپروګرامونو ، دځانګړو سيمينارونو د جوړولو دملاتړ، په عمل کې دجزا کود دتطبيقي ستونزو دڅيړنې ، له اداري فساد سره مبارزه او دمرسته کوونکو د مرستو جلبول ، په ساحو کې دقضاييه قوې  دعمل پروګرام  دتحقق په خاطر همکاري کوي او دقانون دواکمنۍ دبرخې له لارې به  په دې برخه کې لازمې همغږۍ تامين کړي.
وروسته  دسترې محکمې رييس ددغې ادارې  دتيرو همکاريو له امله په مننې سره  هيله څرګنده کړه  چې په کابل کې  دملګرو ملتو سازمان دپرمختيايي همکاريو اداره  وکولاى شي  په دغو برخو کې له سترې محکمې سره همکاري وکړي.
دسترې محکمې رئيس دغه راز دروزنيزو پروګرامونو دپرمخ بيولو په تيره بيا دښه تطبيق په خاطر د جزا دکود په برخه کې  دځانګړي سيمينار د جوړولو او دغه راز دعملي ستونزو دموندلو لپاره دهېواد قاضيانو او محکمو ته ارزښتناک وباله.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته