کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٥ مه
په لوګر کې د ملک سبز علي تاريخي مقبره په نږدې راتلونکي کې بيا رغول کېږي .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې، د لوګر د اطلاعاتواو فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د ملک سبز علي د تاريخي مقبرې د کتنې په وخت کې وويل، چې فرهنګي ميراثونه زموږ د تاريخي هويت ښکارندوى دى او دهغه ساتنه د ټولو ملي وجيبه ده .
هغه د سيمې خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به د دغې مقبرې د بيا رغاونې کار پيل شي .
د ملک سبز علي تاريخي مقبره په لوګر کې د تاريخي ابداتو له جملې څخه شمېرل کېږي چې په ١٣٨٨ لمريزکال کې د فرهنګي ميراثونو په لست کې شامل شوه .
دغه مقبره څه ناڅه اته سوه کاله لرغونتيا لري.
په لوګر کې څه دپاسه لس تاريخي ابدې شته چې زياتره يې نا امنو سيمو کې موقعيت لري .
ختم _ ج _ اکرم