امنیت

د ملکیانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي بېړنۍ اړتیا

کابل/ د لړم ۱۲ مه/ باختر
په دغو وروستیوکې د ملکیانو د مرګ ژوبلې رپوټونو ګڼې اندېښنې راټوکولې دي. څنګه کېدای شي د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي او لږ تر لږه اوسنی تاوتریخوالی تر یو بریده راکم شي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دې ستونزې ته کتنه کړې ده او لیکي:
په تخار کې د یو ښوونځي پر زده کوونکیو د ځای پر ځای کړای شوي ماین چاودنې تنکیو ځوانانو او کوچنیانو ته چې په ډېره مینه ښوونځي ته تلل او هیله یې دا وه چې لیک لوست زده کړي، ښوونځی په بری سره پای ته ورسوي او بیا لوړې زده کړې بشپړې کړي، مرګ ژوبله واړوله او په  دې خونړۍ چاودنه کې یوشمېر زده کوونکي شهیدان شول او یو شمېر نور هم ټپیان شول. دا د ملکي مرګ ژوبلې لومړنۍ پېښه نه ده او له بده مرغه وروستۍ به هم نه وي.
د روانې جګړې یوه ستره نادوده او غمیزه دا ده چې بې ګناه خلک په کې وژل کېږي او د عادي خلکو شتمنۍ خاورې ایرې کېږي. د جګړې د غم ستر پېټی د افغان ولس پر اوږو پروت دی. دا چې جګړه به په بشپړ ډول کله پای مومي، په دې اړه وړاندوینه ګرانه ده، که څه هم اوس د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي، اوس د افغانانو لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده چې تاوتریخوالی کم شي او د ملکیانو، په تېره بیا د ښوونځیو د زده کوونکیو د مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.
ولې موږ د ښوونځیو د زده کوونکیو د مرګ ژوبلې پر مخنیوي ډېر ټینګار کوو؟
ځواب روښانه دی او هغه دا چې دوی د افغانستان راتلونکی جوړوي. که پر زده کوونکیو د بریدونو مخه ونه نیول شي؛ نو څرګنده ده چې کورنۍ به ښوونځیو ته د خپلو بچیانو د تګ مخه ونیسي او دا کټ مټ هغه څه دي چې د افغانستان راتلونکی زیانمنوي او د افغانانو د تاریخي دښمن ستر خوب رښتیا کوي.
ټول باید د ښوونځیو، زده کوونکیو او ښوونکیو د دفاع په ملي سنګر کې کلک ودرېږي او د تفاهم، خبرو او جرګو له لارې په جګړه کې ټولو ښکیلو خواوو ته قناعت ورکړي چې پر ښوونځیو او دغه راز زده کوونکیو او ښوونکیو له بریدونو په کلکه ډډه وکړي.
دغه راز د جګړې ټول اړخونه باید د داسې پوځي عملیاتو له ترسره کولو ډډه وکړي چې په هغو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله رسېدای شي.
دغه راز د سولې د خبرو د بیا پيل لپاره هم باید د تاوتریخوالي کمول یو ستر شرط وي. تر هغو چې تاوتریخوالی کم نه شي، د سولې خبرې ښه پرمختګ کولای نه شي.
دا د ټولو ښکیلو خواوو ستر ملي مسوولیت دی چې د افغانانو د وژنې د مخنیوي لپاره پر خپلو تګلارو نوې کتنه وکړي، د تاوتریخوالي کمول او بیا بشپړې سولې ته رسېدل خپل لومړیتوب وګڼي.
پاى/ن.ش

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته