ټولنه

د ملکي هوايي چلند د ادارې رييس د امريکا د پرمختيايي ادارې د اقتصادي ودې د څانګې له رييس سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ ٢٠     
د ملکي هوايي چلند د ادارې رييس محمود شاه حبيبي پرون مازيګر د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې د اقتصادي ودې د برخې له رييس لورين ستودرد سره وکتل .
په دې کتنه کې دواړو لورو له نورو هېوادونو سره د افغانستان د تجارتي معاملو د ودې او زياتوالي په لاره کې د نوي هوايي دهليزونو، د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر د تخنيکي مطالعاتو د پروژې مسافرينو او تجارتي مالونو ته د اسانتياوو د برابرولو په مقصد د دغه هوايي ډګر په دروازوکې د سکنرونو د درولو، د هوايي ډګر د ښه امنيت د تامينولو او د هوا پوهنې پروژې د دويمې برخې د تمويلولو په ګډون د ملکي هوايي چلند د بېلابېلو پروژو په باب خبرې اترې وکړې .
  د ملکي هوايي چلند د ادارې رييس وويل چې په هېوادکې د ملکي هوايي چلند  برخې زيات ارزښت لري او دهوايي چلند دبېلابېلو برخو د ودې او پراختيا په لاره کې د امريکا  د متحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې  دمرستو له امله قدرداني وکړه. 
لورين وويل چې خپلې مرستې به د ملکي هوايي چلند په برخوکې دوام ورکړي او د افغانستان دملکي هوايي چلند د برخې پراختيا کولاى شي له نورو هېوادونو سره د افغانستان د تجارت د پراختيا زمينه برابره کړي.
د يادونې وړ ده چې د امريکا د متحده ايالاتو پرمختيايي اداره په افغانستان کې د ملکي هوايي چلند په برخوکې زياتې مرستې کړې دي .
  ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته