د ملکي خدمتونو ۵۲ زره کارکوونکي د ظرفیت لوړولو زده کړې ترلاسه کوي

کابل / د غویي ۲۸مه / باختر
ټاکل شوې ده د ملکي خدمتونو ۵۲ زره کارکوونکي د ظرفیت لوړولو زده کړې ترلاسه کړي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون او اقتصاد وزارت په ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې ده، راغلي دي چې د ۴۴ وزارتونو او دولتي ادارو د پروګرام له مخې؛ په ۱۴۰۰ مالي کال کې، د دغو بنسټونو کارکوونکو لپاره یو زرو ۷۱۲ روزنیز پروګرامونه جوړېږي.
له دغو روزنیزو پروګرامونو څخه ۵۱ زرو ۸۰۰ دولتي کارکوونکي چې ۱۷ زرو ۹۳ تنه یې ښځې دي، برخمن کېږي.
په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د حکومتولۍ، اقتصادي چارو او کرنې، صنعت او سوداګرۍ، انرژۍ، کانونو، ترانسپورټ، مخابراتو، استوګنې برابرولو او ټولنیز جوړ جاړی، پوهنې او فرهنګ برخې شاملې دي.
یو زرو ۱۲۵ روزنیز پروګرامونه دولتي ادارې او ۵۸۷ پروګرامونه همکار بنسټونه تطبیقوي.
همدارنګه د ۱۰۳۱ پروګرامونو لګښت د دولتي ادارو له داخلي بودجې څخه ورکول کېږي او د ۶۸۱ پروګرامونو لګښت همکار بنسټونه تمویلوي.
په یادو پروګرامونو کې ۷۱۹ مسلکي پروګرامونه، ۸۱۲ مدیریتي پروګرامونه، د لوړو زده کړو ۱۰۷پروګرامونه، د کمپيوټر ۴۲پروګرامونه او د بهرنیو ژبو زده کړې ۳۲پروګرامونه شامل دي.
په ۱۴۰۰ مالي کال کې، د دولتي ادارو ولایتي کارکوونکو ظرفیت لوړولو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.
د دغو پروګرامونو له جملې څخه، یو زرو ۴۶۳پروګرامونه د هېواد په دننه او ۲۴۹ پروګرامونه یې له هېواده بهر ترسره کېږي.
ختم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته