سیاست

د ملکي خدمتونو د کارکوونو د ټاکنو د طرز العمل طرحه تصويب شوه

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ټاکنو د طرز العمل د طرحې د څيړنې لپاره نن د جمهور رييس د مرستيال او د قوانينوکميټې د رييس قانونپوه سرور دانش په مشرۍ او د مسوولو ادارو د مقاماتو په ګډون يوه غونډه جوړه شوه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د عدليي وزير او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کميسيون رييس او کميشنرانوهم برخه لرله؛ لومړۍ د عدليې وزير د هغې طرحې  د بيا څيړنې په باب چې د دغه کميسيون له خوا برابره شوې وه؛ رپوټ وړاندې کړ او ويې ويل چې دغه طرحه د شکلياتو په بدلون او د لنډون په رعايتولو سره له اړوندو قوانينو سره سمه بيا څيړل شوې ده.
وروسته د غونډې غړو په تفصيل سره د دغه طرز العمل د بيا څيړل شوې طرحې په بېلابېلو برخو کې خپلې کاري نظريې طرحه کړل او هغه يې تاييد کړه.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د اداري اصلاحاتو او د ملکي خدمتونو د کميسيون او د عدليې وزارت د تقنين د رياست د استازو په ګډون تخنيکي ټيم  دې د جمهور رياست د چارو د ادارې له استازي سره په همغږۍ  کې د غونډې دغړو له خوا وروستي پيشنهادي اصلاحات دې د طرز العمل په طرحه کې شامل کړي  .
په دې غونډه کې تخنيکي ټيم ته دنده وسپارل شوه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې پيشنهادي اصلاحات د طرز العمل په طرحه کې شامل کړي او د جمهوري رياست د چارو د ادارې د لوى رياست له لارې دې د وروستي تصويب په مقصد کابينې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته