٤٧- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د ملکي خدمتونو د ٤٨٨ بستونو کمپيوتري ازموينه نن د کابل ، بلخ، ننګرهار، باميانو، هرات، خوست او د قندهار د کمپيوتري ازموينو په مرکزونو کې واخستل شوه.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ دغه بستونه د پوهنې،عامې روغتيا، مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژى، فوايد عامې ، عدليې، ماليې، لوړو زده کړو، د کورنيوچارو، د مهاجرينو د راستنولو د چارو، د کليو د بيارغاونې او پرمختيا، کرنې ،مالدارى او د اوبو لګولو، د اطلاعاتواوفرهنګ ، ترانسپورت ، انرژى او اوبو د وزارتونو ، په پارلماني چارو کې د دولت د وزارت ، د شهيدانو اومعلولينو په چارو کې د دولت د وزارت ،د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې، د اوبو د چارو د سمون د ادارې، د سيمه ييزو ارګانونو د پلټنې د عالي ادارې، لويه څارنوالى، د احصائيې اومعلوماتو د ملي ادارې ، د اوسپنۍ د پتلۍ د ادارې، د تخنيکي اومسلکي تعليماتو د ادارې ، د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونود خپلواک کمېسيون ، د اټومي انرژى د عالي کمېسيون او د ولسي جرګې د لومړنيواو دويمو واحدونو بستونه شامل دي.
په دې ازموينه په شرايطو برابر ٤٩٨٠ تنو ګډون کړې و.
ختم_ ج _اکرم
14 1 دقیقه لوستل