ټولنه

د ملکي تلفاتو شمېر زيات شوى دى

کابلباختردميزان ١١

دملګرو ملتو سياسي دفتر (يونما) وايي چې د افغانستان په ختيځوسيموکې د ملکي وګړو د سر زيان د روان عيسوي کال په اتو مياشتوکې په سلوکې نولس زيات شوى دى.

د يونما دحقوقودڅانګې رئيسه ميرمن جورجستا کاګ نون وايي: د روان عيسوي کال په اتو مياشتو کې د ملکي وګړو د سرهغه زيان چې رامنځته شوى دى؛ په سلوکې پنځه څلويشت يې د هيواد په ختيځو ولايتونو پورې مربوط دى او په دې ترتيب د کونړ، لغمان، نورستان او د ننګرهارپه ولايتونوکې د ملکي وګړود سرزيان دتيرکال د همدې مودې په پرتله په سلو کې نولس زيات شوى دى.

يونمادافغانستان په دغوسيمو کې د ملکي وګړو د تلفاتو د زياتوالى عامل وسله وال مخالفين بولي او د وسله و الو مخالفينو په اړوندو ډلوتورلګوي چې په قصدي ډول په ملکي وګړو بريدکوي.

يونما په داسې حال کې د افغانستان په ختيځ کې د تلفاتو د زياتوالى خبره کوي چې دهيواد ختيځې اوشمال ختيځې سيمې دافغانستان له نوروسيمو څخه زيات دبهرنيووسله والو بريدونو، يرغلونو او دترورستي ناوړوپيښو شاهد دي.

برسيره پر دې طالبان د افغانستان په دغو سيموکې جدي تمرکز لري، پاکستاني پوځيان هم ددغوختيځو ولايتونو په ځينو سيمو په راکټي بريدونو سره د اصلي وګړودمهاجرکولولپاره اوپه طالبانو او القاعدې پورې داړوندو افرادو دځاى پرځاى کولو لپاره زمينه برا بروي.

آيساف د٢٠١٣ کال په پيل کې اعلام کړى وچې د افغانستان ختيځې او شمال ختيځې سيمې به زياتره د وسله والومخالفينو د فعاليتونو شاهد وي چې په بهير کې به يې ملکي وګړو ته د سر اومال  زيات زيانونه ورسيږي .

مخکې له دې دملګرو ملتو دسازمان سرمنشي بانکي مون،دبخښنې نړيوال سازمان او د بشردحقوقويوشميرنورومدافع سازمانونوپه افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو د زياتوالى له امله انديښنه څرګنده کړې ده او په وسله والوطالبانو اودهغوي په پلويانو تورلګولى دى چې په جګړوکې له ملکي وګړو څخه د انساني ډال په توګه استفاده کړې ده.

دغه رازدغې ډلې نه يوازې د تاوتريخوالى اوترورستي بريدونو له لارې دملکي وګړو د وژنې سبب کيږي؛ بلکي دانسان تښتوونې،لوټمارى، په لويولاروکې د امنيت د ګډوډولوپه شان د نورو لاروچارو په کارولوسره ملکي وګړوته دزيان رسولوسبب شوې دي.

دغه رپوټ په داسې حال کې خپريږي چې افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو او د شپې د عملياتو د رهبرى په سپارلو سره دحکومتي ځواکونو له خوا د ملکي وګړو دتلفاتو شميرکمښت مو ندلى دى.

پخوا دغه شان عمليات هغه هم د بهرنيوځواکونوله خوا د ملکي وګړو د تلفاتو او ناروسورو سره يوځاى و. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته