سیاست

د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ د زمري ۶ مه / باختر

 د طالبانو او نورو تروریستي ډلو له لوري د تحمیل شوې او نامشروع جګړې له امله هره ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ ډېر هیوادوال قرباني کېږي او تاسیسات او ټولګټي ځایونه مو ویجاړېږي. د افغانستان دولت د دغې بدمرغې جګړې او غمیزې دپای ته رسېدو لپاره، له هرې ممکنه لارې او وسیلې په استفادې، عملي او موثرې هلې ځلې کړي چې د حسن نیت، د جنګ د پایته رسېدو او مستقیمو مذاکراتو ته د طالبانو د حاضرېدو په موخه له ۴۴۰۰ څخه د زیاتو طالب بندیانو د ازادولو مهم ګام یې، څرګنده بېلګه ده   .

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تېرو پنځو کالو کې  په اساسي توګه د جګړې د پایته رسېدو او تلپاتې سولې د تامین لپاره خپلې سوله ییزې برنامې نړیوالو ته وړاندې کړي او څو څو ځله یې  پر طالبانو غږ کړی چې د تاوتریخوالي او جګړې پرځای دې سوله ییز حل او مذاکراتو ته چمتو شي.

جمهوررئیس پر ملکي تلفاتو د خواشینۍ څرګندولو پرمهال وویل: ” د یوناما خپاره شوي راپور کې د ملکي تلفاتو د شمېر په لوستو سخت خواشینی شوم او یو وار بیا د طالبانو ډلې او نورو ګروپونو تروریستي بریدونه چې زموږ د هیوادوالو د مرګ ژوبلې او ملکي تلفاتو اصلي لامل دي، سخت غندم. پر طالبانو غږ کوم چې د ولس پر وړاندې له جګړې، تاوتریخوالي او د هیواد له ویجاړولو لاس واخلي. د سولې لپاره د افغان ولس، دولت او نړیوالې ټولنې غږ ته لبیک ووایي او مخامخ مذاکراتو ته چمتو شي. “

سره له دې چې د طالبانو ډله د ولسي وګړو له کلیو او کورونو د سپر په توګه استفاده کوي او له هغو ځایونو زموږ پر ولسونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو بریدونه کوي، مګر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته یو وار بیا په ټینګار دستور ورکوم چې د خلکو د خوندیتوب او ملکي تلفاتو د مخنیوي په موخه دې په خپلو عملیاتو کې لا ډېر دقت وکړي، ځکه د دوی دنده او مسوولیت د خلکو ساتنه او خوندیتوب دی.

په ټينګار یې وایم چې جمهور رئیس او د وسله‌ وال پوځ اعلی سرقومندان ته ملکي تلفات قطعاً د منلو وړ نه دي، د دې د مخنیوي او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب په موخه دې د ملکي تلفاتو هره ادعا په شفافه او هراړخیزه توګه وارزول شي او جدي اقدامات دې وشي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته