ټولنه

د ملي پيوستون لس پروژې په سرپل کې ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
په سرپل ولايت کې لس ټولګټې پروژې د ملي پيوستون د پرګرام له خوا بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارلې شوې .
د سرپل ولايت د کليو د بياجوړولو او پراختيا رييس احمد جاويد جاويد دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د يوه پنځه ټولګنيزې او د دوو ټولګنيزو ښوونځيو ودانيو، د يو ټولنيز مرکز، د اته پنځوسو مترو استنادي ديوال جوړول، يو سلو دوه پنځوس مترو په اوږدوالي د زراعتي اوبو د يوکانال، د اوبو د يو ستر بند جوړول، له دريو پلګيو سره د يو اعشاريه پنځلسو کيلومترو په اوږدوالي د سړک جوړول او کريړ اچول شامل دي .
جاويد زياته کړه: دغه پروژې په پاخه او اساسي ډول دسرپل ولايت دګوسفندي ، کوهستاناتو او د سانچارک د ولسواليو په نهو کليو کې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې دي چې د دغو کليو دوه زره اته سوه کورنۍ ورڅخه استفاده کوي.
د سرپل ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا د رييس دڅرګندونو له مخې: دغه پروژې دپنځلسو مليونو څلور سوه زرو افغانيو په ټول لګښت بشپړې شوې دي .
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم څه ناڅه ديرش ټولګټې پروژې ددغه ولايت په مرکز او د سانچارک او د بلخاب په ولسواليوکې ګټې اخستنې ته سپارلې شوې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته