سیاست

د ملي مصالحې عالي شورا رییس د ترکیې له سفیر سره وکتل

کابل / د وري ١٦مه /باختر
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن دافغانستان لپاره د ترکیې د سفیر ښاغلي اوزان ارطغرل سره په خپل کاري دفتر سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو خواوو د سولې په برخه کې په وروستیو پرمختګونو او بدلونونو، د افغان سولې په برخه کې د ترکیې جمهوریت په رول، د استانبول ناستې ته پر تیاري او د افغان سولې په برخه کې د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر ضرورت بحث او د نظرونو تبادله وکړل.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته