د ملي شورا هيئت د بين الپارلماني اتحاديې په يوسلو ديرشم کنفرانس کې ګډون وکړ

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
د مشرانوجرګې د منشي سيد فرخ شاه په مشرۍ د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو نهه غړيز هيئت وړمه ورځ د سويس په پايتخت ژينوکې د بين الپارلماني اتحاديې په يوسلوديرشم کنفرانس کې ګډون وکړ.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ژينوله ښارڅخه د را رسيدلى خبر له مخې: دغه کنفرانس چې د نړۍ د هيوادونو د پارلمانونو د هيئتونو په ګډون د ويډيو کنفرانس له لارې د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي بانکي مون په وينا سره په رسمي ډول په کارپيل وکړ؛ ټاکل شوې ده دبېلابېلو هيوادونو د پارلماني هيئتونو غړي د ډيرو مهمو او سيمه ئيزو او نړيوالو مسئلو او د نړيوالې سولې او ثبات د ټينګښت، د دموکراسۍ د تحقق او پياوړتيا، په تصميم نيونوکې د ښځو د رول د لوړولو او د نړيوالو شخړو په حل کولوکې دملګروملتو دسازمان د دريځ د پياوړتيا په لاره کې د نړۍ د پارلمانونو ترمنځ د همکاريو د پراختيا او ټينګښت په باب غور او خبرې وکړي.
ددغه کنفرانس غونډې چې د روان کال د کب دمياشتې تر نهه ويشتمې نيټې پورې دوام کوي. له دې سره جوخت د بين الپارلماني اتحاديې کنفرانسونه او د هغې د دايمي کميټو غونډې هم جوړيږي.
دغه راز د دغه کنفرانس تر څنګ د مشرانوجرګې د دارالانشا مرستيال څيړنوال شاه سلطان عاکفي هم په ژينوکې د نړۍ د پارلمانونو د سکرټرجنرالانو دټولنې په غونډه کې ګډون وکړ او د ملي شورا غړو ته يې د مسلکي، اداري او لوژستيکي خدمتونو د وړاندي کولو په لاره کې د هيواد دملي شورا د دواړو مجلسونو د دارالانشاګانو دکاري بهير په اړوند معلومات وړاندې کړل او دنړۍ د پارلمانونوله سکرټرجنرالانو څخه يې وغوښتل چې د افغانستان په شان له ځوانو پارلمانونوسره دې مسلکي همکاري وکړي.
دغه راز د بين الپارلماني اتحاديې په يوسلو ديرشم نړيوال کنفرانس کې د افغانستان دملي شورا دهيئت غړي ډاکترعبدالقيوم سجادي او د نړۍ دپارلمانونو دسکرټرجنرالانو دټولنې غړي څيړنوال شاه سلطان عاکفي ددغه کنفرانس ترڅنګ د آسيايي پارلمانونو د ټولنې د غړو هئيتونو د ډلې په غونډه کې برخه واخسته او د سيمه ئيزو مسئلو په باب دافغانستان دملي شورا د هيئت دريځ او په بين الپارلماني اتحاديه کې د آسيايي پارلمانونو د هيئتونو ترمنځ د زيات پيوستون اړتيا طرحه کړه چې د برخه والو دتاييد او ملاتړ وړ وګرځيده.
دبين الپارلماني اتحاديې د اساسنامې له حکم سره سم د بين الپارلماني اتحاديې د يوسلو ديرشم کنفرانس په بهيرکې، د ولسي جرګې غړي ميرمن شکريې بارکزي د رايو په اتفاق ددغه اتحاديې د سولې او امنيت د دايمي کميټې غړيتوب ترلاسه کړ.
د يادونې وړ ده چې اوس افغانستان ددغې اتحاديې د څلورو دايمي کميټو له جملې څخه په دووکميټوکې يې غړيتوب ترلاسه کړى دى چې د ولسي جرګې غړي ميرمن فرخنده زهرا نادري په اکوادورکې د دغې اتحاديې د ١٣٩٢کال د وري د مياشتې په غونډه کې د بين الپارلماني اتحاديې د دموکراسي او د بشر د حقوقو دکميټې غړيتوب ترلاسه کړى و.